د اتومي وسلې د آزمايلو پرمهال د ۲۰۰ تنو مړينه
د شمالي كوريا د حكومت لخوا د اتومي وسلې د آزمايلو پر مهال د لږ تر لږه ۲۰۰ تنو د مړينې خبر وركړل شوى دى.
838021
د شمالي كوريا د حكومت لخوا د اتومي وسلې د آزمايلو پر مهال د لږ تر لږه ۲۰۰ تنو د مړينې خبر وركړل شوى دى.
د جاپان د خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس دا پېښه د اكتوبر په ۱۰مه نېټه ددې هېواد لخوا د اتومي وسلې د آزمايلو پر مهال رامنځته شوې ده.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د چاودنې سيمې ته نږدې يو تونل ويجاړ شو. د تونل د ويجاړېدلو پرمهال لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي چې بيا ۱۰۰ تنه نور هم د ژغورنې په عملياتو كې د ګډون له امله وژل شوي دي.