د نړۍ تر ټولو با اعتباره او کم اعتباره پاسپورتونه اعلان شول.
د سنګاپور پاسپورت د امریکا د پاسپورت نه ډیر زیات اعتبار لري
د نړۍ تر ټولو با اعتباره او کم اعتباره پاسپورتونه اعلان شول.
د پاسپورت اندیکس شرکت د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو پاسپورتونه ارزولي او د نړۍ تر ټولو با اعتباره او کم اعتباره پاسپورتونه يي ټاکلي دي.
یاد شوي شرکت ددې لست او ردیف بندۍ په خاطر په ځانګړې توګه پرته د ویزې هیوادونو ته د سیاحت او یا هم په هوايي ډګرونو کې د ویزې ترلاسه کول اساس ګڼلی دی.
هر هغه هیواد چې وګړي تر ټولو زیاتو هیوادونو ته پرته د ویزې د سفر کولو امکان ولري د هغه هیواد پاسپورت تر ټولو ډیر په اعتباره ګڼلی دی.
ددې له مخې د نورو کلونو پر خلاف سږ کال د نړۍ تر ټولو با اعتباره پاسپورت لقب یو اسیايي هیواد ترلاسه کړی دی.
ددې لست له مخې سینګاپور وګړي د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو نه ۱۵۹ هیوادونو ته پرته د ویزې د سفر کولو سره په لومړني کتار کې ځای نیولی دی.
همداشان د جرمني وګړي بیا د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو نه ۱۵۸ هیوادونو ته پرته د ویزې کولو سره په دویم کتار کې ځای لري.
همداشان دریم کتار بیا سویډن او سویلي کوریا ترمنځه ویشل شوی دی.
په څلورم کتار کې بیا ډنمارک، فنلنډ، ایټالیا، جاپان، فرانسه، اسپانیا، ناروې او انګلستان ځای لري.
همداشان په پنځم کتار کې د لوګسمبورګ ، سویس، هالنډ، بلجیم، اتریش او پرتګال وګړي د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو نه ۱۵۵ هیوادونو ته پرته د ویزې د سفر کولو سره ځای لري.
همداشان پدې لست کې امریکا متحده ایالتونو په شپږم کتار کې ځای نیولی دی.
پدې لست کې افغانستان وګړي ۲۲ هیوادونو ته پرته د ویزې د سفر کولو سره په ۹۳ یم کتار کې ځای لري.
پاکستان او عراق وګړي بیا ۲۶ هیوادونو ته پرته د ویزې د سفر کولو له امله په ۹۲یم کتار کې ځای نیولی دی .
اړوند خبرونه
د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پيلوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پیلوي.
امریکا متحده ایالتونو اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو د انتقال بهیر درولی دی.
د بایدن ادارې تیره اوونۍ اسرائيلو ته لیږدونکو وسلو د درولو نه خبر ورکړی دی.