امریکا کې په پوهنتون وسله وال برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو د لویزیانا  په ایالت کې په پوهنتون وسله وال برید وشو.

833951
امریکا کې په پوهنتون وسله وال برید وشو

 د امریکا  متحده ایالتونو د لویزیانا  په ایالت کې په پوهنتون وسله وال برید وشو.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  د لویزیانا  ایالت  د ګرامبلینګ ستیت په پوهنتون د وسله وال برید په ترڅ کې ۲ تنو محصلینو ژوند  د لاسه ورکړ.

د برید نه وروسته  سمدلاسه پولیس او روغتیايي ډلې  پوهنتون ته ورسیدې.

د پوهنتون ویاند  ویل شاتون  خبري رسنیو ته ویلي  دي چې په برید کې  ۲ تنو ۲۳ کلنو محصلینو ژوند د لاسه ورکړی دی .

برید کوونکی  د پیښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی. پولیسو د برید کوونکي د نیولو په خاطر پراخه  څیړنې پيل کړي دي. د بله پلوه  د پوهنتون په لیله کې په میشتو ټولو محصلینو غږ شوی دی چې د خپلو اطاقونو نه بهر نشي.

د برید  لامل ناڅرګند  دی.



اړوند خبرونه