د هنګري لومړی وزیر : مسیحي اروپا غواړو
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې اروپا د میلیونونو تنو کډوالو لخوا اشغال شوې ده.
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې اروپا د میلیونونو تنو کډوالو لخوا اشغال شوې ده.
هغه وویل چې ډاډمنده، عادله، مسیحي، ملکي او ازاده اروپا غواړي.
هغه دا څرګندونې په ۱۹۵۶ کال کې د هنګري کودتا او خپلواکۍ د جګړې د ۶۱مې کلیزې په اړه په پلازمینه بوداپشت کې جوړه شوې غونډې ته وکړې.
اوربان وویل چې په اروپا کې د هر ملیت ، دین او مذهب نه د مختلفو خلکو د ځای په ځای کولو په خاطر پلان جوړ شوی دی . غواړي چې اروپا کې ګډوډي رامنځته شي.
هغه ددې خبرې په ټینګار چې په میلیونونو تنو کډوالو اروپا اشغال کړې ده.
هغه وویل نن ورځ یواځنۍ سیمه چې د کډوالو لخوا اشغال شوې نده هغه منځني اروپا سیمه ده.
هغه په اروپا کې د ټاکنو په اهیمت هم ټینګار وکړ او وویل چې دا ټاکنې په اصل کې د اروپا قدر معلوموي.
هغه وویل چې پخوانۍ عادله، مسیحي، ملکي ، ډاډمنده او ازاده اروپا غواړي. هغه زیاته کړه چې د اروپا په اړه جوړ شوی د متحدو دولتونو پلان باید شنډ کړو.