په سویس کې یو تن په خلکو په تبر سره برید وکړ.
د سویس د فلومز په سیمه کې یو تن په خلکو د تبر برید وکړ
په سویس کې یو تن په خلکو په تبر سره برید وکړ.
د سویس پولیسو ویلي دي چې یو تن د فلومز په سیمه کې په خلکو د تبر برید وکړ.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د ښار په میدان کې د څو تنو د ټپي کولو نه وروسته په یو موټر کې د سیمې نه وتښتید چې وروسته بیا د پولیسو لخوا ونیول شو.
برید کوونکي چې موټر هم غلا کړی وو د تیلو په یو پمپ ستیشن کې هم په خلکو د تبر برید کړی وو.
برید کوونکي د پولیسو لخوا د ویشتو نه وروسته ټپي نیول شوی دی .
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی ۱۷ کاله عمر لري او داسې ښکاري چې دا برید د ترهګرۍ سره تړاو ونلري.
پولیسو د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.
پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي. د ویلو ده چې په اروپا کې وخت نا وخته د چړو او تبرونو سره په خلکو بریدونه کیږي چې د ډیرو بریدونو مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه اخلي.