د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر باراک اوباما غواړي یو ځل بیا سیاست ته راوګرځي.
اوباما له سره سیاست ته مخه کوي
د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر باراک اوباما غواړي یو ځل بیا سیاست ته راوګرځي.
اوباما ویلي دي چې په راتلوونکي میاشت کې په نیوجرسي او ویرجینیا کې ترسره کیدونکي د والیانو د ټاکنو په خاطر به د ډیموکراټ ګوند لپاره کمپاین وکړي.
د ویلو ده چې اوباما د سپینې ماڼۍ نه د جلا کیدو او د دندې د مودې د پوره کیدو نه وروسته د لومړي ځل لپاره په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخلي.
کارپوهانو ویلي دي چې د اوباما لخوا د والیا په ټاکنو د فعاله رول لوبول کومه تصافي خبره نده. هغه غواړي چې پدې ډول د خلکو سره لا نږدې شي او په ۲۰۱۸ کال کې ترسره کیدونکو د غوراوي ټاکنو لپاره تیاری ونیسي.
د روتګرس د پوهنتون پروفیسور دیوید ګرینبرګ ویلي دي اوباما غواړي چې د هیواد په مختلفو مسلو کې رول ولوبوي او د یو فعاله سیاستوال په توګه ځان ښکاره کړي.
د ویلو ده چې د ویرجینیا او نیوجرسي د والیا د دندې موده پوره کیږي. ویرجینیا والي د ډیموکراټ ګوند او د نیوجرسي والي د جمهوریت پلوو د ګوند غړی دی. د نوامبر په ۷ مه نیټه د دواړو ایالتونو لپاره د نوو والیانو د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشې. دا ټاکنې به په عینې وخت کې د ټرامپ په مقابل کې د ډیموکراټ ګوند طاقت او توان هم امتحان کړي.
د ټاکنو نه مخکې به اوباما د ډیموکراټ ګوند لپاره په کمپاینونو کې برخه واخلي. د بله پلوه د امریکا پخوانی ولسمشر اوباما د اکتوبر په ۳۱ مه نيټه د اوباما فاونډیشن لومړنۍ د مشرتابه په غونډه کې مشري کوي. دا غونډه چې په شیکاګو کې جوړویږي د انګلستان شهزاده هیري، د ایټالیا پخواني لومړي وزیران رینزي او ګلوریا استیفن په څیر ځینې سیاستوال او مهمې هنري څیرې به پکې د اوریدونکو په توګه ګډون وکړي.
د ویلو ده چې اوباما په امریکا کې اوس هم د کافي شهرت نه برښمند دی. د امریکا د ان بي سي نیوز تلویزیون او وال ستریت ژورنال د روان میلاي کال د اګست په میاشت کې د اوباما او ټرامپ په اړه نظرسنجي کړې وه چې په پایله کې ۵۱ سلنه امریکایان د اوباما په اړه مثبت نظر او د هغه پلوي کوي. همداشان ۳۵ سلنه بیا د اوباما په اړه منفي نظر لري. پدې نظر سنجي کې معلومه شوې ده چې ټرامپ خپل محبوبیت د لاسه ورکړی وي. پدې نظر سنجۍ کې یواځې ۳۶ سلنه ګډون کوونکو د ټرامپ نه ملاتړ ښودلی دی.
د ویلو ده چې په اوباما د ټرامپ د ډیرو زیاتو نیوکو سره هغه هیڅوخت د امریکا د اجندا نه ښکته نشو. د همدې امله اوباما غواړي چې بیرته د سیاست میدان ته راودانګي.