امريكا ته د شمالي كوريا وړانديز
د شمالي كوريا د پارلمان مرستيال پر امريكايي مقاماتو غږ وكړ چې د هېواد پر وړاندې له دښمنۍ لاس واخلي.
آن تونګ چون چې د روسيې د سن پيټرز بورګ په ښار كې د پارلماني اتحاد په غونډه كې ګډون كړى و، امريكايي مقاماتو ته وړانديز وكړ چې د شمالي كوريا پر وړاندې د خصمانه دريځ پاى ته ورسوي.
د پارلمان مرستيال څرګنده كړه چې د هېواد اتومي پروګرام يې د خپلواكۍ د ساتنې په موخه دى.
د نوموړي په ويل چې د امريكا لخوا زموږ د هېواد د لمنځه تللو د خطر سره مخامخ يو. تاريخ موږ ته دا وښودله چې خپله خپلواكي بايد په خپله وساتو او اتومي ځواك زموږ د خپلواكۍ ضامن دى.
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير ريكس تيلرسن د سي اېن اېن سره په مركه كې وويل چې د شمالي كوريا لخوا د لومړي بم تر غورځېدلو پورې به ډيپلوماتيكي خبرو اترو ته دوام وركړي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.