د هندوستان  سترې  محکمې  یوه ډیره  جنجال برانګیزه  پریکړه وکړه.

د هندوستان ستره محکمه : د ۱۸ کلونو د عمر نه د کمو عمر لرونکو واده شوو نجونو سره د میړه لخوا هم جنسي اړیکي نیول جرم دی.

825262
د هندوستان  سترې  محکمې  یوه ډیره  جنجال برانګیزه  پریکړه وکړه.

د هندوستان  سترې  محکمې  یوه ډیره  جنجال برانګیزه  پریکړه وکړه.

د هندوستان  سترې محکمې د ۱۸ کلونو عمر  نه  د کمو عمر لرونکو واده شوو  نجونو  سره  د خپلو مړونو لخوا  جنسي  اړیکې  ټینګول  د جنسي تیري په توګه  د منل کیدو  حکم وکړ.

د ویلو ده چې  د هندوستان د سترې محکمې دا پریکړه به په نوموړي هیواد کې  د لکونو هغه نجونو او هلکان په ژوند  بده اغیزه وکړي  چې  د ۱۸ کلونو د عمر نه د کمو عمر لرونکو نجونو سره يي واده کړی  دی.

د هندوستان  سترې محکمې  دا پریکړه (انڈیپینڈنٹ تھاٹ )  په نامه  د یو ټولنیز سازمان  لخوا د ۱۸ کلونو د عمر نه د کمو عمر لرونکو نجونو د ودونو  د مخنیوي په خاطر  د اقامه د دعوا نه  وروسته وکړه.

یاد شوي سازمان  ویلي دي چې په هندوستان کې  ډیری  نجونې  پرته د هغوې د رضامندۍ  او د قانوني  سن  د پوره کولو نه مخکې په کوچنیتوب کې  ودیږي.

ددې مسلې د مخنیوي په خاطر  باید جدي ګامونه  پورته شي. نوموړي  سازمان  د ۱۸ کلونو د عمر نه د کم عمر لرونکو نجونو د ودونو د مخنیوي په خاطر  سترې محکمې ته اقامه  د دعوا وکړه.

سترې محکمې  په  نوموړې  دعوا  د غور کولو نه وروسته  خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه. سترې محکمې  د ۱۸ کلونو یا قانوني  سن  د پوره کولو نه مخکې  د واده شوو نجونو سره  د خپلو مړونو لخوا د جنسي اړیکو نیول  د جرم بلل کیدو پریکړه وکړه.



اړوند خبرونه