د روهينګيا د مسلمانانو سره د پاپ خواخوږى

د عيسوي نړۍ د كاتوليك مذهب روحاني مشر پاپ فرانسيس د روهينګيا د مسلمانانو د ستونزې د حل لارې په موخه د روان ميلادي كال د نوامبر په ۲۶مه نېټه د بنګله دېش او ميانمار له هېوادونو رسمي ليدنه كوي.

824374

د واتيكان لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د پاپ د سفر په پروګرام كې د ميانمار د سفر شعار `` سوله او مينه ده او د بنګله دېش د سفر شعار `` مطابقت او مينه`` ده.

له ميانماره د پاپ فرانسيس ليدنه په روهينګيا كې د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم د مخنيوي او ملاتړ په موخه ده.

پدې اده د ايټاليا خبري رسنيو ليكلي دي چې پاپ د روهينګيا د مسلمانانو د حقونو نه د دفاع په موخه ميانمار ته سفر كوي.

دا لومړى ځل دى چې د عيسوي نړۍ يو روحاني مشر بنګله دېش او ميانمار ته رسمي سفرونه كوي.

اړوند خبرونه