د امریکا  د تکزاس په ښار کې په پولیسو خونړی برید وشو.

د پوهنتون محصل په پولیسو برید وکړ

823537
د امریکا  د تکزاس په ښار کې په پولیسو خونړی برید وشو.

د امریکا  د تکزاس په ښار کې په پولیسو خونړی برید وشو.

په تکزاس کې  د ټیچ پوهنتون  یو تن محصل  په پولیسو خونړی برید وکړ چې له امله يي یو تن پولیس وواژه.

د تکزاس  پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی  نیول شوی  دی او د پولیسو تر نظارت لاندې  دی.

پولیسو ویلي دي چې  برید کوونکی  هولیس دانیلس  نومیږي . نوموړي  هله په پولیسو  برید وکړ چې  په اطاق کې د نشه يي توکو  د موندل کیدو نه وروسته  د کنټرول  په خاطر  د پولیسو مرکز ته  راوړل شوی وو.

هغه په ناڅاپي توګه  په پولیسو  ډزې پيل کړې او یو تن پولیس يي  وواژه.

برید کوونکی  د تیښتې نه وروسته  د پولیسو لخوا ونیول شول.



اړوند خبرونه