ټرامپ غواړي د ایران سره لاسلیک شوی تړون لغوه کړې ادعا شوې ده

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  غواړي چې  د ایران سره لاسلیک شوی  اټومي تړون  لغوه کړي.

821396
ټرامپ غواړي د ایران سره لاسلیک شوی تړون لغوه کړې ادعا شوې ده

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  غواړي چې  د ایران سره لاسلیک شوی  اټومي تړون  لغوه کړي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې  پدې اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې  ټرامپ ویلي دي چې د ایران سره لاسلیک شوی تړون د امریکا د ګټو پر خلاف  دی چې د همدې امله  په پلان کې لري چې دا تړون  لغوه کړي.

په خبر کې راغلي دي چې ټرامپ  د اکتوبر په ۱۲ مه نيټه  د منځني ختیځ به اړه  هر اړخیزه  وینا  کوي  او پدې وینا کې به د ایران په اړه خپله  نوې ستراتیژي او پلان  هم په ډاګه کړي.

په خبر کې راغلي دي کیدای شي چې ټرامپ په همدې وینا کې  د ایران سره  د اټومي تړون د لغوه کولو پلان  اعلان کړي او ووايي چې د ایران سره لاسلیک شوی تړون  فسخه شو.

د بله پلوه  د ټرامپ  اداره  د اکتوبر په ۱۵ مه نیټه  کانګرس ته  د ایران سره د لاسلیک شوي تړون په اړه  چې ایا ایران  ددې تړون  قواعد او شرایط  مراعات کړي  دي او که نه  معلومات ورکوي.

ټرامپ ته  نږدې ځینو سرچینو بیا ادعا کړې ده چې کیدای شي  ټرامپ  د اکتوبر د ۱۵ مې نیټې نه مخکې  د ایران سره لاسلیک شوی تړون  فسخه کړي. ټرامپ  غواړي چې ددې تړون  پر ځای  هر اړخیزه  ستراتیژي جوړه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې  بیا په ورځنۍ خبري غونډه کې  د ټرامپ د پلان په اړه د پوښتنې ځواب نه ډډه کړې ده . هغه  یواځې دومره وویل چې ولسمشر ټرامپ  پدې اړه خپله وروستۍ پریکړه کړې ده او په د صحي وخت د راسیدو پر مهال به يي  د ټولو سره  شریکه کړي.

ټرامپ  په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوی  د ایران او پنځه جمع یو د هیوادونو ترمنځه  د تړون نه  د هیواد په تاریخ کې تر ټولو د خراب  تړون په توګه یادونه کړې وه او ویلي دي چې دا تړون د هیواد د ګټو سره ټکر کې دی.



اړوند خبرونه