په نیجر کې د امریکا متحده ایالتونو په ځانګړو ځواکونو خونړی برید وشو.
په افریقايي هیواد نیجر کې په امریکايي ځواکونو خونړی برید وشو
په نیجر کې د امریکا متحده ایالتونو په ځانګړو ځواکونو خونړی برید وشو.
په افریقا کې د امریکايي ځواکونو د قومندانۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د نیجر په سویل ختیځ کې د نیجر او امریکايي ځواکونو د ګډې ګزمې پر مهال د امریکايي ځواکونو په کتار خونړی برید وشو.
پداسې حال کې چې پدې خبرپاڼه کې په امریکايي ځواکونو د برید پخلی شوی دی خو د مرګ ژوبلې د دقیقې شمیرې په اړه پکې څه ندي ویل شوي.
د بله پلوه د امریکا د دفاع د وزارت یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنه امریکايي سرتیري مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي چارواکي ویلي دي چې د پیښې ټپیان د نیجر پلازمینې نیامې ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
پداسې حال کې چې د برید مسئولیت کومې ډلې یا شخص په غاړه ندی اخیستی خو امریکايي چارواکي ویلي دي چې برید د القاعدې د څانګې المغرب اسلامي ډلې لخوا شوی دی.