د امریکا لوی درستیز: پاکستان استخبارات د ترهګرو سره اړیکي لري
د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره ای اس ای د ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.
د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورد وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره ای اس ای د ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.
هغه دا څرګندونې د سنا مجلس د وسله والو پوځ کمیټې ته ورکړې. ډانفورد دلته وویل چې « دیته اوس دا په کامله توګه روښانه شوې ده چې د پاکستان استخباراتي اداره د ترهګرو سره قوي اړیکي لري. »
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د امریکا د پوځ مشر په څرګنده توګه وايي چې پاکستان د ترهګرو سره اړیکي لري.
ددینه مخکې په کراتو امریکايي چارواکیو ادعا کړې ده چې د پاکستان حکومت د ترهګرو سره د رښتینې مبارزې لپاره لیواله ندی. پاکستان د طالبانو ، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر خلاف د واقعي مبارزې نه ډډه کوي.
همداشان لنډه موده مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ هم ویلي وو چې پاکستان ډیری وخت ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکوي . هغه پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې ددینه وروسته ترهګرو ته په پاکستان کې د پتنځایونو او خوندي ځایونو د ورکولو زغم نشي کولی.
خو پاکستان بیا د امریکا دا ټولې ادعاګانې بې بڼسټه بللي دي او ویلي دي چې دوې ترټولو ډیر د ترهګرو نه زیان لیدلی او پر خلاف يي ورته قوي مبارزه کړې ده .