د هنګري د هیواد دا فلمبرداره د کډوالو نه د ناسم چلند په تور په ۳ کاله بند محکومه شوه
د هنګري او سربستان په پوله کې د کډوالو سره بد چلند کوونکې د خصوصي تلویزیون فلمبرداره پیترا لاسزلو په ۳ کلونو بند محکومه شوه.
د هنګري محکمې د یو خصوصي تلویزیون هغه فلمبرداره چې دوه کاله مخکې د سربستان او هنګري په پوله کې یو کډوال چې ماشوم يي په غیږ کې وو او په ناحقه توګه يي په لغته وهلی وو په ۳ کلونو بند محکومه کړه.
د هنګري او سربستان په پوله کې د کډوالو سره بد چلند کوونکې د خصوصي تلویزیون فلمبرداره پیترا لاسزلو په ۳ کلونو بند محکومه شوه.
پیترا لاسزلو د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د هنګري او سربستان په پوله کې یو سوري کډوال چې ماشوم يي هم په غیږ کې وو ، د پولیسو نه د تیښتې پر مهال لومړی په لغته وواهه او وروسته يي ورته خپه واچوله. کډوال د ماشوم سره یو ځای په مځکه وغورځید. هنګري د هیواد د خصوصي تلویزیون د فلمبردارې دې چلند په نړۍ کې ډیر سخت غبرګونونه وپارول.
لومړی هغه له دندې ګوښه شوه او وروسته يي پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وشوه.
د هیلسنکي د کمیسیون یو تن د مدافع وکیل د نوموړې فلمبردارې پر خلاف په محکمه کې اقامه د دعوا وکړه. هغه نوموړې په ټوله کې تاوتریخوالي او شدت ته د مخې کولو ، کینو پارولو او په قصدي ډول په یو تن بې ګناه انسان د برید کولو په تور تورنه کړه.
محکمې د نوموړې دعوا په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه. محکمې پیترا لاسزلو په دریو کلنو بند محکومه کړه.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.