د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په قرارګاه ډله ییز برید وشو.
په کشمیر کې د هندي ځواکونو په مرکز ډله ییز برید وشو
818892
د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هندي ځواکونو په قرارګاه ډله ییز برید وشو.
د هندي خبري رسنیو د خبر له مخې په سري نګر کې د هوايي ځواکونو د هډې ترڅنګ د سرحدي ځواکونو په قرارګاه د نامعلومو وسله والو لخوا ډله ییز برید وشو.
ویل کیږي برید د ۳ تنو برید کوونکو لخوا شوی دی . درې تنه برید کوونکي قرارګاه ته د ننوتو نه وروسته په ډزو پیل وکړ.
په پیښه کې د ګڼ شمیر هندي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. د برید کوونکو نه يي دوه تنه د هندي سرتیرو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.
د سري نګر پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د برید کوونکو نه دوه تنه وژل شوي او یو تن اوس هم د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل دی.
پولیسو ویلي دي چې ځانګړو ځواکونو د برید کوونکي د لمنځه وړو په خاطر په عملیاتو پیل کړی دی . هندي ځواکونه هڅه کوي چې حالات قابو کړي.