په امریکا متحده ایالتونو کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د ملي ګارد جنګي الوتکې سقوط وکړ
817861
![په امریکا متحده ایالتونو کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9576/eeed/3661/59d1c8844e6a8.jpg?time=1718780146)
په امریکا متحده ایالتونو کې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا متحده ایالتونو د په تنسي ایالت کې اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ چې په پایله کې د الوتکې دواړو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا هوايي ځواکونو د پیښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې الوتکه د اریزونا ایالت د ملي ګارد اړوند وه.
د الوتکې د سقوط لامل ناڅرګند دی خو په اړه يي څیړنې پیل شوي دي.
د امریکا د فوکس خبري کانال د خبر له مخې د تنسي ایالت ختیځ لوري ته غورځیدلې ده . په پیښه کې د الوتکې دواړو پيلوټانو ژوند د لاسه ورکړی دی .