په امریکا کې قتل عام وشو
په امریکا کې په کنسرت خونړی برید
![په امریکا کې قتل عام وشو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b19d/f9df/b528/59d1fb764b412.jpg?time=1718766722)
د امریکا متحده ایالتونو د لاس ویګاس په ښار کې په کنسرت وسله وال برید وشو
د لاس ویګاس د پولیسو افسر عدن ګومز خبري رسنیو ته ویلي دي چې په لاس ویګاس کې د ماندالي بای هوټل ترڅیرمه د موسیقۍ د ۹۱یم فیسیوال په چوکاټ کې جوړ شوي په کنسرت وسله وال برید وشو .
هغه ویلي دي چې په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د بله پلوه د لاس ویګاس د روغتون ویاندې دانیتا کوهن خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې ګڼ شمیر ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس بیا په لاس ویګاس کې د روغتون د چارواکیو له قوله ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه٥٠ تنه مړه او ٢٠٠ تنو ډیر ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه هم د ۱۴ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
د لاس ویګاس پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په عملیاتو یو تن برید کوونکی د خپو نه غورځولی دی خو عملیات دوام لري.
همداشان پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د هوټل د ۳۲م پوړ نه د کنسرت په نندارچیانو ډزې کړې دې. برید کوونکی د خپو غورځول شوی دی . برید کوونکی د سیمې اوسیدونکی دی. همداشان داسې ښکاري چې برید یواځې د همدې یو تن لخوا شوی وي.