د خونړي بريد پړه داعش پر غاړه واخيستله!

د امريكا د متحدو ايالتونو د لاس وېګاس په ښار كې پر يو كنسرت باندې د تېرې شپې د خونړي بريد پړه داعش پر غاړه واخيستله.

818784
د خونړي بريد پړه داعش پر غاړه واخيستله!

 

 

دا په داسې حال كې ده چې امريكايي مقامات بيا وايي چې د داعش ددې ادعا په اړه څېړنې كوي.

د رويټرز د خبري آژانس د معلوماتو له مخې دا بريد د سټېفن پاډوك په نامه د يو تن ۶۴ كلن شخص لخوا ترسره شوى دى.

پوليس وايي چې بريدګر د كنسرت سيمې ته نږدې د يو هوټل د ۳۲م پوړ نه د ماشينګڼې په واسطه پر نندارچيانو ډزې كړي دي.

بريدګر هم د پوليسو لخوا وژل شوى دى.

د سټيفن پاډوك په نامه د ۶۴ كلن بريدګر په اړه كره معلومات نشته دى خو د سيمې پوليس وايي چې دوى فكر نه كوي چې بريد دې ترهګري موخه ولري.

د بله پلوه د داعش لخوا د بريد په اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې پاډوك څو مياشتې وړاندې مسلمان شوى و او بريد د دوى د لارښونو پر اساس ترسره كړى دى.

د داعش دا ادعا د امريكايي مقاماتو لخوا رد شوې ده خو ويل كيږي چې پدې اړه هم نورې څېړنې كيږي.

د بله پلوه د بريدګر ترڅنګ د ماريليو ډېنلي په نامه يوه ښځه هم وه چې اوسمهال د پوليسو لخوا لټول كيږي.


پيوندونه: #لاس وېګاس , #بريد , #داعش

اړوند خبرونه