د سویډن  د اوریبرو  په ښار کې  یو جومات  وسوځول شو.

په اروپا کې د اسلام دښمنۍ کچه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو ده

814125
د سویډن  د اوریبرو  په ښار کې  یو جومات  وسوځول شو.

 د سویډن  د اوریبرو  په ښار کې  یو جومات  وسوځول شو.

ویل کیږي  پدې جومات کې به  په یو وخت کې  تر ۲۵۰ تنو ډیرو لمانځ کوونکو عبادت کولو.

د یاد شوي  ښار د اور وژنې د ادارې  مشر اولف یکوبسن خبري رسنیو ته وویل چې  د شپې د ۲ بجو په شاوخوا کې په جومات کې د اورلګیدنې خبر ترلاسه کړ چې سمدلاسه  سیمې ته راورسیدو او د اور په مړولو يي پيل وکړ. هغه وویل  له بده مرغه تر کومه چې د اور وژنې ډلې رارسیدلې  جومات په کامله توګه سوځیدلی وو.

هغه  زیاته کړه چې له نیکه  مرغه چې پدې پیښه کې چاته هیڅډول ځاني زیان  ندی رسیدلی.

هغه زیاته کړه چې  د جومات نه  راټول شوي  شواهد او دلایل  ښکاره کوي چې  په قصدي ډول سوځول شوی وي.

د جومات  د اورلګیدنې د مړولو  چارې  د سلګونو تنو مسلمانانو د سترګو پر وړاندې  ترسره شوې.

د جومات  امام  پداسې حال کې چې د سترګو نه يي اوښکې جاري  وې  د اورلګیدنې د مړولو  مشاهده کوله.

د ویلو ده چې دا جومات په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوی وو چې په یو وخت کې پکې  تر ۲۵۰ تنو ډیرو لمونځ کوونکو  عبادت کولو.

د ویلو ده چې  په یاد شوي ښار کې میشت  د څه باندې ۲۵ اسلامي هیوادونو وګړي به  د لمانځه په خاطر  دې جومات ته راتلل.



اړوند خبرونه