ټرامپ دا ځل د ۸ هیوادونو په وګړو د امریکا د ویزې په برخه کې محدودیتونه ولګول
امریکا په ویزو د ځینو محدودیتونو په اړه د ټرامپ نوی فرمان
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د یو نوي فرمان په صادرولو سره داځل د ۸ هیوادونو په وګړو امریکا ته د سفر په برخه کې ځینې محدودیتونه ولګول.
ټرامپ په نوي فرمان کې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې، یمن، چاد، شمالي کوریا او وینزویلا په وګړو امریکا ته د سفر پر مهال د کلک کنټرول او ویزې په برخه کې جدي محدویتونه ولګول.
د سپینې ماڼۍ لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ولسمشر ټرامپ لخوا امریکا ته په سیاحت د بندیز لګولو اړوند د تیر فرمان موده پرون د یکشنبې په ورځ پایته ورسیده. ولسمشر ټرامپ د تیر فرمان د مودې د پایته رسیدو سره سم د نوي فرمان په خپرولو سره دا ځل د اتو هیوادونو په وګړو امریکا ته د سفر پر مهال د کلک کنټرول او ویزې په برخه کې محدویتونه ولګول.
ولسمشر ټرامپ په نوي فرمان کې د سوډان نوم ویستی او پر ځای ورته د شمالي کوریا ، چاد او وینزویلا نومونه اضافه کړي دي.
ټرامپ په تیر فرمان کې ډیری د اسلامي هیوادونو په وګړو امریکا ته په تګ بندیز لګولی وو خو په نوي لست کې بیا نور هیوادونه هم شتون لري.
د امریکا ولسمشر ټرامپ د نوي فرمان په اړه ویلي دي چې « د ولسمشر په توګه د امریکا او امریکا د خلکو د ګټو او امنیت د ساتلو دنده او مسئولیت لرم. مجبور یم چې پدې اړه ځینې ګامونه اوچت کړم. »
همداشان ټرامپ بیا د خپل ټویټر حساب له لارې ویلي دي « هغه کسان چې په ډاډمنده توګه د کنټرول نه تیر نشي نشو کولی چې هغوې ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورکړو. »
د بله پلوه د امریکا د کورني امنیت ریاست ویلي دي سره ددې چې د عراق نوم پدې لست کې شتون نلري خو د عراق وګړي هم د ډیر سخت کنټرول او تحقیقاتو نه پرته نشي کولی چې د امریکا ویزه ترلاسه کړي.
د امریکا نوی فرمان د اکتوبر د نافذ کیږي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.