د فیسبوک مشر په شرکت کې خپله ۱۸ سلنه برخه پلوري

د فیسبوک مشر د خیریه ټولنو سره د مرستې په موخه د خپل شرکت حصه پلوري

813440
د فیسبوک مشر په شرکت کې  خپله ۱۸ سلنه برخه پلوري

د ټولنیزې مډیا نامتو  د فیسبوک  شرکت  بڼسټ ایښودونکی او مشر مارک زوکربرګ  په شرکت کې د ۱۸ سنلې حصې  د پلورولو پریکړه وکړه.

د فیسبوک بڼسټ ایښودونکی  او مشر  زوکربرګ چې په نړۍ کې پنځم  شتمن  ګڼل کیږي  ویلي دي چې  د راتلوونکي  یو نیم کال په دننه کې به د خپل شرکت ۱۸ سلنه حصه  وپلوري.

د بله پلوه  د فیسبوک شرکت  بیا ویلي دي چې  زوکربرګ  په پام کې لري چې د ۳۵ نه تر ۷۵ میلیونو ډالرو په اندازه  خپله حصه  وپلوري.

زوکربرګ ته نږدې  سرچینو  ویلي دي  چې هغه غواړي دا پیسې  د هغه د میرمن لخوا جوړ شوي  مرستندویه ټولنې سره  مرسته وکړي.

د زوکربرګ  میرمن  په ۲۰۱۵ کال کې د چان زوکربرګ انیتیتیف په نامه  مرستندویه ټولنه  جوړه کړه.

۳۳ کلن  زوکربرګ او میرمن يي  ۳۲ کلنه  چان  دم ګړۍ  ۷۴عشاریه ۴ میلیارده ډالره سرمایه لري.

زوکربرګ او میرمن يي په ۱۵ م کال کې اعلان کړی وو چې د خپلې شتمنۍ  لویه برخه کې به خیریه کارونو ته  ځانګړې  کړي .

 

 


پيوندونه: #فیسبوک , #زوکربرګ

اړوند خبرونه