چین او روسیې د شمالی کوریا په پولو کې عسکري تطبیقات پیل کړل.
شمالي کوریا په پولو کې عسکري تطبیقات.
چین او روسیې د شمالی کوریا په پولو کې عسکري تطبیقات پیل کړل.
د چین د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې دا عسکري تطبیقات د روسیې د ختیځ ولادي وتوسک د بندر د څنډونو نه د پترو خلیج او جاپان د شمالي سنمدر د سویلي برخو ترمنځه ترسره کیږي.
په خبر کې راغلي دي چې دا تطبیقات د تیرو تطبیقاتو چې د جولای په میاشت کې د بالتیک په سمندر کې ترسره شوي وو دویمه برخه ده .
سره ددې چې چین حکومت دا ندي ویلي دي چې دا تطبیقات د شمالي کوریا د اټومي ازمایښتونو سره کوم تړاو لري خو ګمان کیږي چې د همدې مسلې په خاطر پیل شوي وي. چین او روسیه دواړه په سوله ایزه توګه د شمالي کوریا د اټومي پروګرام د حل پلوي کوي.
د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا د تیرې جمعې په ورځ د جاپان پر لورې د یو توغندي د توغولو سره د ټولې نړۍ سخت غبرګون پارولی دی. همداشان شمالي کوریا د سپټمبر په ۳ او شپږمه نيټه د دوو جلا جلا اټومي ازمایښتونو سره نړۍ ته میدان وډبو.
د بله پلوه په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې وویل « که چیرې شمالي کوریا سره د ډیپلوماتیکو لارو څخه هلې ځلې پایله ورنکړي د دفاع وزیر متیس ځیني انتخابونه لري چې هغه ته به مخه وکړو.»