د اسامه بن لادن پر سر نوى جنجال!

د امريكا د متحدو ايالتونو د مركزي استخباراتو ادارې سي آى اې څرګنده كړه چې دا اداره به د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن اړوند د لوڅو فلمونو يا پورن آرشيف چې دده په كور كې موندل شوى دى، هېڅكله خپور نكړي.

808050

ددې ادارې چارواكو څرګنده كړه چې په پاكستان كې د بن لادن د وژل كېدو نه وروسته د تېرو شپږو كلونو راهيسې د نوموړي كمپيوټر څېړل كيږي چې په كې د لوڅو فلمونو آرشيف موندل شوى وو. ويل كيږي چې دا آرشيف به هېڅكله هم خپور نشي.

د سي آى اې مشر مايك پامپيو په امريكا كې د فاكس نيوز سره په مركه كې وويل چې دا فلمونه په ابېټ آباد كې په هغه كمپيوټر كې موندل شوي دي چې د بن لادن په كاري كوټې كې پروت و. د نوموړي په وينا دا آرشيف به هېڅكله خپور نشي خو په استوګنځي كې لاسته راغلي نور اسناد به كلونه وروسته خپاره شي.

د پامپيو پر وينا اوس هم د القاعدې د غړو د نيولو په موخه هلې ځلې كوي. د هغو كسانو ترمېنځ چې امريكا يې د نيولو هڅه كوي، د اسامه بن لادن ۲۴ كلن زوى حمزه بن لادن هم شامل دى.

اړوند خبرونه