په روهينګيا كې د وژل شوو مسلمانانو لومړنۍ رسمي شمېرې
د بنګله دېش د بهرنيو چارو وزير د ميانمار د روهينګيا په سيمه كې د مسلمانانو پر وړاندې ددې هېواد د اوردو لخوا د روانې عاموژنې په اړه د قربانيانو وروستۍ شمېرې اعلان كړې.
حسن محمود علي خبريالانو ته وويل چې په تېرو ۱۵ ورځو يعنې د اګست د مياشتې د ۲۵مې نېټې راهيسې تر اوسه پورې په بريدونو كې د وژل شوو مسلمانانو شمېره لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه ده.
محمود علي په پلازمېنه ډاكه كې د بهرنيو هېوادونو د يو شمېر ډيپلوماټانو سره په ګډه غونډه كې وويل چې د روهينګيا د مسلمانانو د حقونو د ترلاسه كولو په موخه د نړيوالو ټولنو همكاري شرط ده.
د نوموړي په وينا په وروستيو بريدونو كې د ميانمار اوردو او بودايي سختدريځو د روهينګيا په شاوخوا ۱۰۰ كليو باندې بريدونو كړي چې ټول يې ويجاړ كړي. د سيمې اوسېدونكي يا وژل شوي او يا هم د خپلو كورنيو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارې د شمېرو پر اساس تر اوسه پورې شاوخوا ۲۷۰ زره مسلمانانو بنګله دېش ته پناه وړې ده او لسګونه زره نو يې د بنګله سره په ګډه پوله انتظار وباسي.
محمود علي زياته كړه چې د وژل شوو كسانو شمېره لږ تر لږه ۳۰۰۰ تنه ده.
په سيمه كې اوس هم حالات ترينګلي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.