د شمالي کوریا ۴۰ کلن خوب ریښتیا شو!
شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې داسې هایدروجنی بم یې جوړ کړی دی چې د بالیستیکي توغندي په واسطه کولای شي چې د امریکا خاورې ته ورسیږي.
800387
شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې داسې هایدروجنی بم یې جوړ کړی دی چې د بالیستیکي توغندي په واسطه کولای شي چې د امریکا خاورې ته ورسیږي.
ددې هېواد ولسمشر کیم جونګ اون اعلان وکړ چې تېره ورځ د هایډروجني بم آزمایښت په بریالیتوب سره ترسره شوی دی. سربېره پر دې د هایدروجن سرګلوله د بالیستیکي توغندیو لخوا د لېږدول کېدلو وړتیا هم لري.
ویل کيږي چې په شمالي کوریا کې ددې بم د آزمایل کېدلو پر مهال د چاودنې د شدت په پایله کې د د ریشتر په کچه د ۶.۳ په لویوالي سره زلزله هم شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د هایدروجن بم د اټومي وسلې په پرتله ۱۰۰۰ ځله لا زیاته پیاوړې ده.
شمالي کوریا د تېرو ۴۰ کلونو راهیسې هڅه کوله چې داسې اټومي وسله جوړه کړي چې وکولای شي د امریکا خاوره پرې وولي.
داسې ښکاري چې اوسمهال یې دا خوب ریښتیا شوی دی.