په نایجریا کې د کډوالو په کمپ  ۳ غبرګ  ځانمرګي بریدونه وشول.

بوکو حرام یو ځل بیا ستر قتل عام وکړ

790604
په نایجریا کې د کډوالو په کمپ  ۳ غبرګ  ځانمرګي بریدونه وشول.

په نایجریا کې د کډوالو په کمپ  ۳ غبرګ  ځانمرګي بریدونه وشول.

۳ تنو ښځینه ځانمرګیو برید کوونکو  د نایجریا په شمال ختیځ کې د کډوالو د کمپ  په دخولي  برخه کې  ځانونه وچول. په پیښه کې  لږ تر لږه  ۲۸ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او تر ۸۰ ډیر  ټپیان شوي دي.

د نایجریا  یو تن امنیتي چارواکي  بابا قرا  خبري رسنیو ته وویل چې  ځانمرګیو برید کوونکو د بې ځایه شوو کډوالو په کمپ  برید وکړ. هغه وویل چې لومړی  یوې ځانمرګې ځان وچولو . کله چې  خلک  وارخطا شول  او دوو نورو بیا  د خلکو په منځ کې د ځانونو پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.

د نایجریا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  یو تن چارواکي ابراهیم لیمان  ویلي دي چې د پیښې ټپیان  د پلازمینې  مایدوګوري روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي دي چې برید  د بوکو حرام  ترهګرې ډلې لخوا شوی دی .



اړوند خبرونه