په امریکا کې په یو تفریحي سیمه کې په خلکو وسله وال برید وشو

د امریکا ویسکانسین په ایالت کې په تفریحي سیمه کې وسله وال برید وشو

789147
په امریکا کې په یو تفریحي سیمه کې په خلکو وسله وال برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو د ویسکانسین  په ایالت کې  په تفریحي  سیمه کې  په وسله وال برید کې  لږ تر لږه  ۳ تنو ژوند  د لاسه ورکړ.

د اسوسیشید  خبري اژانس د خبر له مخې  یو تن  ۲۰ کلن  ځوان  د ویسکانسین  په یوې تفریحي سیمه کې  په په خلکو ډزې وکړې چې په پایله کې  ۲ تنو ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړ او دریم  تن  د روغتون په لاره کې ساه ورکړه.

عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې  برید کوونکی  راغلی  په مخامخ ډول يي ددې پیښې په قربانیانو  ډزې وکړې.

د یاد شوي  ایالت پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی  د پیښې نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی . پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي هویت  معلوم  شوی دی. برید کوونکی  شل کاله عمر  لري  او تور پوستی  دی.

پولیسو د برید کوونکي نوم  ندی  افشا کړی.

برید کوونکی  تر اوسه پورې نیول شوی ندی  خو د نیولو په خاطر يي ځانګړي عملیات پيل شوي دي.

ویل کیږي  دا پیښه  د موټرو د یوې سیالۍ  پر مهال  چې  په زرګونو تنه  ورته  راټول شوي  وو  رامنځته شوې ده .

نوموړي کسان  د زرګونو تنو د سترګو پر وړانډې  وژل شوي دي.

پولیسو د پیښې په اړه  څیړنې پیل کړي دي او ویلي دي چې ددې پیښې انګیزه  تراوسه پورې  معلومه  نده.



اړوند خبرونه