به کیوبا كې د امريكايي ډيپلوماټانو حيرانونكي كڼېدل!

په كيوبا كې د امريكا د متحدو ايالتونو د سفارت څو تنه كاركونكي په مرموز ډول كاڼه شوي دي.

788117
به کیوبا كې د امريكايي ډيپلوماټانو حيرانونكي كڼېدل!

 

 

امريكايي چارواكو دې مرموزې پېښې ته په ځواب كې، په واشنګټن كې د كيوبا د سفارت ۲ تنه ډيپلوماټان له هېواده وشړل.

د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت د وياندې هيتر ناورت پدې اړه وويل چې په هاوانا كې د امريكايي ډيپلوماټانو د كڼېدلو د لامل په اړه كره شواهد نه لري. د تېر كال راهيسې د سفارت د كار كوونكو لخوا د غوږونو د درد شكايتونه پيل شوي دي چې حتى ځيني امريكايي ډيپلوماټان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د امريكايي چارواكو په وينا د پېښې په اړه يې څېړنې پيل كړي دي.

د بله پلوه د كيوبا د بهرنيو چارو د وزارت وياند بيا څرګنده كړه چې هېچا ته به اجازه ورنكړي چې په هېواد كې د مېشتو ډيپلوماټانو او كورنيو پر وړاندې د كيوبا له خاوره استفاده وكړي. وياند د امريكا لخوا د دوو تنو كيوبايي ډيپلوماټانو شړل هم وغندل.



اړوند خبرونه