شمالي کوریا لخوا ټرامپ ته ځوابي ګواښ!

شمالي کوریا  د امریکا د ولسمشر  دونالد ټرامپ  د ګواښونو په ځواب کې ویلي دي چې په امریکا  د بالستیک توغندي  د برید لپاره په تیاریو پیل کړی دی.

786334
شمالي کوریا  لخوا ټرامپ ته ځوابي ګواښ!

شمالي کوریا  د امریکا د ولسمشر  دونالد ټرامپ  د ګواښونو په ځواب کې ویلي دي چې په امریکا  د بالستیک توغندي  د برید لپاره په تیاریو پیل کړی دی.

د شمالي کوریا  د رسمي خبري اژانس  د خبر له مخې  د شمالي کوریا  حکومت د امریکا متحده ایالتونو  د ګوام  په سیمه د اوږد واټنه  او منځ واټنه  بالستیک توغندیو  د برید پر مسلې  غور  پیل کړی دی.

د یادولو وړ ده چې  د ګوام سیمه  په پسیفیک کې  موقعیت لري چې  د امریکا  د بمبار الوتکو  تر ټولو  د لویو هوايي هډو نه  یادیږي. په یاده شوې سیمه  کې  په زرګونو امریکايي  سرتیري  او د هغۍ  کورنۍ  ژوند کوي.

شمالي کوریا  پداسې حال کې  د امریکا اړوند  د ګوام  په سیمه د بالستیک توغندي  د برید په اړه  په غور کولو  پیل وکړ چې د امریکا  ولسمشر ټرامپ  تیره ورځ  شمالي کوریا  په ډیره سخته توګه وګواښه.

ټرامپ  تیره ورځ  شمالي کوریا ته  وویل که چیرې  د اټومي  پروګرام نه لاس وانخلي  د داسې غضب سره  به مخامخ شي  چې کله به يي  تصور هم  نوي  کړی.



اړوند خبرونه