په پاريس كې پر سرتېرو د موټر په واسطه بريد
د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې يو تن موټر چلونكي د سرك پر غاړه پر سرتېرو بريد كړى دى.
787002
د فرانسې په پلازمېنه پاريس كې يو تن موټر چلونكي د سرك پر غاړه پر سرتېرو بريد كړى دى. د پاريس د ليواليو پېري په سيمه كې يو شخص د موټر په واسطه پر پياده سرتېرو بريد كړى چې په پايله كې لږ تر لږه ۶ تنه سرتيري ټپيان شوي دي.
په سيمه كې د پوليسو لخوا پراخه عمليات پيل شوي دي چې ويل كيږي بريدګر نيول شوى او د ملګرو د نيولو هڅې يې روانې دي.
پوليسو په موټر كې د مرميو نښې هم موندلې دي خو تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې بريد چا او ولې كړى دى.
د سيمې ښاروال رسنيو ته ويلي دي چې بريد له پخوا طرحه شوى دى چې په لوى احتمال سره ترهګري موخه لري.
پخوا هم د موټر په واسطه په فرانسه كې بريدونه شوي چې پړه يې د داعش د ترهګرې ډلې اورپكو پر غاړه اخيستې وه.