شمالي کوریا  یو ځل بیا  امریکا وګواښله.

شمالي کوریا : که چیرې  امریکا  د لویو اوچو نه  ځان به امن کې  احساسوي  دا د هغوې تر ټولو ستره خطا ده.»

785487
شمالي کوریا  یو ځل بیا  امریکا وګواښله.

  شمالي کوریا  یو ځل بیا  امریکا وګواښله.

شمالي کوریا  په فیلیپین کې  جوړه شوې  د مانیلا په نړۍواله غونډه کې  په سیمه کې  د ټولو  ستونزو او روانو شخړو یواځنی  لامل امریکا  متحده ایالتونه  وبلل  او وویل چې  تر ننه پورې چې  کوم  توغندي  ازمایلي دي او یا ددینه وروستي  يي ازمایي د امریکا د ګواښونو په مقابل کې د ځان نه د دفاع په خاطر  ازمایلي دي.

په غونډه کې د شمالي کوریا استازي وویل « که  چیرې امریکا فکر کوي چې  د لویو وچو نه  هغه لورې ته  به  په امن کې  پاتې شي  خو  تر ټولو ستره  خطا  ده. »

د شمالي کوریا  استازي وویل چې  د امریکا  د هر ډول  یرغل په مقابل کې به لازم ګامونه اوچت کړي.

د بله پلوه  شمالي کوریا  حکومت لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي « د لګول شوو ټولو بندیزونو په مقابل کې به لازم  ځواب وايي. تر کومه چې امریکا  زمونږ په مقابل کې د دښمنۍ او کینو نه ډک  سیاستونو نه لاس وانخلي  د اټومي پروګرام په مسلې د چا سره خبرې او مذاکرات ونکړي . »

شمالي کوریا زیاته کړې ده « که چیرې  امریکا  په مونږ  د عسکري مداخلې  مسله رامنځته کړي  ، داسې ښکاري چې ځیني  درسونه  شتون لري چې باید امریکا ته يي ورزده کړو. »

شمالي کوریا ویلي دي چې  د امریکا  دریځ او سیاستونو ته په کتو سره  شمالي کوریا  د امریکا  د زړه سوري کوونکي  د لویو وچو نه  تیریدونکو لا قوي  او مدرنه  بالستیک توغندیو ته  اړتیا لري.

همداشان شمالي کوریا  د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا پدې هیواد  د لګولو بندیزونو پریکړه په کلکو ټکو وغندله.

شمالي کوریا ویلي دي چې دې  ټولو  بندیزونو ته به لازم  ځواب ورکړي  ، د امریکا لخوا د شمالي کوریا په مقابل کې  د خصمانه سیاستونو او دریځ  د دوام  په صورت کې به شمالي کوریا  د هیچا سره  د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرو  او مذاکراتو ته دوام ورنکړي.

د شمالي کوریا  د رسمي خبري اژانس لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې

« شمالي کوریا د خپل اټومي طاقت  د لوړولو په لاره کې به په شا ګام اوچت نکړي. که چیرې  امریکا  د لویو اوچو نه  ځان به امن کې  احساسوي  دا د هغوې تر ټولو ستره خطا ده.»



اړوند خبرونه