د شمالي کوریا په مسله کې د چین او امریکا ترمنځه ناندرۍ

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  وویل چې  د شمالي کوریا مسله به حل کړي.

781136
د شمالي کوریا په مسله کې د چین او امریکا ترمنځه ناندرۍ

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ  وویل چې  د شمالي کوریا مسله به حل کړي.

هغه دا څرګندونې د شمالي کوریا لخوا د یوې میاشتې په دننه کې د دویم ځل لپاره د لویو وچو نه تیریدونکي  بالستیک توغندي  د ازمایلو نه وروسته  په سپینه ماڼۍ کې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته  خبري ناستې ته  وکړې.

ټرامپ  وویل چې  د شمالي کوریا مسله به حل کړي. حل به شي  او هر شی به حل کړي.

ټرامپ  د وزیرانو د شورا غونډه  د شمالي کوریا  د توغندي د مسلې سربیره  د سپینې ماڼۍ د نوي دفتر ریس جان کیلي  د معرفي کولو په خاطر جوړه کړې وه. ټرامپ  وویل پوره باور لري  چې  ښاغلی کیلي  به ډیر ښه کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې  شمالي کوریا  د روان میلادي کال په دننه کې  ۱۴ ځل  توغندی وازمایه. همداشان  د یوې میاشتې په دننه کې د دویم ځل لپاره  د لویو وچو نه تیریدونکی بالستیک توغندی وازمایه. دې مسلې  د شمالي کوریا د ګاونډیانو نه سربیره  د امریکا اندیښنې هم  پارولي دي.

شمالي کوریا وروستی  توغندی  د امریکا د نیویارک ښار په ګډون د یو زیات شمیر ښارونو د ویشتو توان لري. شمالي کوریا د وروستي ازمایښت نه وروسته وویل چې ټوله امریکا زمونږ  د توغندیو  په واټن کې ده.

ټرامپ  د شمالي کوریا د نوي توغندي په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مسله به حل کړي. همداشان هغه وویل چې دا ټول  د اوباما  د دورې نه پاتې میراثونه دي. د منځي ختيځ مسله هم  د پخواني حکومت  میراث  دی.

د بله پلوه  ټرامپ  د شمالي کوریا په مسله کې په چین هم  نیوکې وکړې. هغه وویل چې د چین حکومت  د لویې ناهیلۍ سره مخ کړی دی.

همداشان  چین بیا  د ټرامپ  وروستیو څرګندونو ته  ځواب  ووایه.

په ملګروملتونو سازمان کې د چین دایمي استازي لیو خبریالانو ته وویل چې « هیواد يي  د کوریا په ټاپو وزمه کې  د امریکا او شمالي کوریا ترمنځه د هر ډول نښتې او جګړې  مخالفت کوي. »

هغه  د شمالي کوریا لخوا د وروستي توغندي د ازمایښت نه وروسته د چین او امریکا  ترمنځه په اړیکو کې  رامنځته شوو ستونزو ته په اشارې سره وویل «  چین هدف  شمالي کوریا  د اټومي وسلو نه  پاکول دي  او دې هدف ته باید د سوله ییزو مذاکراتو له لارې  ورسیږو.»

هغه  زیاته کړه چې هیواد يي د کوریا په ټاپو وزمه کې د هر ډول  نښتې او جګړې سره سخت مخالفت کوي. پدې پوره باور لرو چې نړۍواله ټولنه هم  د سوله ییزو مذاکراتو پلوي کوي.

هغه  زیاته کړه چې د کوریا په مسله کې اصلي  مسولیت  د امریکا او شمالي کوریا دی. شمالي کوریا  لخوا  د توغندي د ازمایښت نه سمدلاسه وروسته امریکا  پرمختللې د بمبارۍ الوتکو  د کوریا په ټاپو وزمه په الوتنو پیل وکړ. که چیرې  شمالي کوریا توغندي وازمایي او امریکا سمدلاسه د کوریا په ټاپو وزمه  د بمبارۍ الوتکې  ولوزوي  دا  ستونزه  هیڅوخت نه حل کیږي.

هغه زیاته کړه چې  امریکا  شمالي کوریا د اټومي وسلو نه د پاکولو په برخه کې تل د چین د رول نه  بحث کوي. خو که چیرې  پخپله  شمالي کوریا او امریکا  خپل مسولیتونه  ادا نکړي  څوک هیڅشی کولی نشي. ځکه چې اصلي مسئولین شمالي کوریا او امریکا دي.

هغه په ټینګار وویل چې هیواد يي  د کوریا په ټاپو وزمه کې د هر ډول نښتې او  جګړې سخت  مخالفت کوي.  



اړوند خبرونه