شمالي كوريا يو ځل بيا نوى توغندى و آزمايلو!

شمالي كوريا چې  د اتومي سرګلولې د انتقال وړ توغنديو د آزمايلو سره د امريكا په ګډون د ټولې نړۍ غبرګون را پارولى دى، يو ځل بيا د لرې واټن ويشتونكى توغندى و آزمايلو.

779723

د جاپان لومړي وزير شيزو آبې نن په يوې خبري غونډه كې څرګنده كړه چې شمالي كوريا نوى توغندى آزمايلى دى.

د نوموړي په وينا دا توغندى د جاپان سواحلو ته نږدې په اوبو كې لوېدلى دى.

د بله پلوه د امريكا د دفاع د وزارت وياند هم دا پېښه تاييد كړې ده.

د دفاع د وزارت وياند ډګروال جېف ډېوېس وويل چې د شمالي كوريا لخوا د باليستيكي توغندي د آزمايلو په اړه معلومات يې ترلاسه كړي دي او اړوند متخصصين پدې اړه څېړنې كوي. د نوموړي په وينا په لنډ وخت كې به دې اړه كره معلومات شريك كړي.

دا په داسې حال كې ده چې د امريكا په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونه د شمالي كوريا د توغنديو  آزمايلو له امله ناراحته دي.

تېره ورځ د امريكا پارلمان پر شمالي كوريا د نوو بنديزونو طرحه تصويب كړه.

پيوندونه: #شمالي كوريا

اړوند خبرونه