په هامبورګ كې د چړې په واسطه بريد

د جرمني د هامبورګ په ښار كې په يو سوپر ماركېټ كې د يو تن بريدګر لخوا د چړې په واسطه د بريد په پايله كې لږ تر لږه يو تن وژل شوى او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

779720
په هامبورګ كې د چړې په واسطه بريد

 

د جرمني د هامبورګ په ښار كې په يو سوپر ماركېټ كې د يو تن بريدګر لخوا د چړې په واسطه د بريد په پايله كې لږ تر لږه يو تن وژل شوى او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې پوليسو بريدګر نيولى  دى.

د هامبورګ د بارمبېك په سيمه د نامعلوم كس لخوا پر خلكو بريد شوى دى چې لږ تر لږه يو كس په كې وژل شوى دى.

سيمې ته يو زيات شمېر پوليس تللي دي او د سوپرماركېټ شاوخوا ټول واټونه د پوليسو لخوا تړل شوي دي.

ويل كيږي چې پوليس د يو بل احتمالي بريدګر پسې ګرځي.

د پوليسو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې لا دا څرګنده نه ده چې پېښه ترهګري عمل دى او كه جنايي واقعه ده.

د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه: #هامبورګ , #پوليس

اړوند خبرونه