ايران او امريكا يو ځل بيا سره ښكر په ښكر شول.

وروسته له هغې چې په امريكا كې ډانلډ ټرمپ ادارې پر ايران باندې د نوو اقتصادي بنديزونو د لګولو خبر وركړ، ددې هېواد ولسمشر حسن روحاني دا پرېكړه په كلكو ټكو وغندله.

778162
ايران او امريكا يو ځل بيا سره ښكر په ښكر شول.

 

وروسته له هغې چې په امريكا كې ډانلډ ټرمپ ادارې پر ايران باندې د نوو اقتصادي بنديزونو د لګولو خبر وركړ، ددې هېواد ولسمشر حسن روحاني دا پرېكړه په كلكو ټكو وغندله.

د ايران حكومت نن د وزيرانو د شورا په غونډه كې د امريكا د ولسي جرګې لخوا د ايران پر خلاف د لګېدلو بنديزونو پر وړاندې د متقابل ګام د پورته كولو پرېكړه وشوه.

روحاني په يوې خبري غونډه كې امريكا ته خبردارى وركړ چې ژر تر ژره به پدې برخه كې پر امريكا بنديزونه ولګوي.

د نوموړي په وينا كه چېرې دښمن د پيمان يوه برخه تر پښو لاندې كړي نو موږ به يې هم تر پښو لاندې كړو. كه چېرې ټول پيمان پر پښو لاندې كړي موږ به يې هم عملي نكړو. دا ډول بنديزونه هېڅكله نشي كولاى چې د ايران د دولت او ملت مقاومت ته زيان ورسوي او نه به هم د ايران په سياستونو كې بدلون راوړي.``

روحاني زياته كړه چې د ``خپل هېواد د ملي ګټو پر اساس به سياست ته دوام وركړو. د هغوى د بنديزونو د په نظر كې نيولو پرته خپلې لارې ته ادامه وركړو. د هر بهرني هېواد د فشارونو سره سره به خپل نظامي پرمختګ ته دوام وركړو او د دفاعي وسلو د پياوړتيا په برخه كې به كار وكړو. ``

روحاني امريكا ته خبردارى وركړ كه چېرې غواړي چې نړيوالې بحري لارې همداسې پرانيستې وساتل شي نو د دا ډول سياستونو نه دې لاس واخلي.

د امريكا ولسي جرګې پرون پر ايران، روسيې او شمالي كوريا باندې د اقتصادي بنديزونو د لګولو خبر وركړى وو. په پرېكړه ليك كې راغلي دي چې پر ايران ځكه بنديزونه لګول شوي دي چې د لرې واټن ويشتونكو توغنديو آزمېښتونو ته دوام وركوي.

د ټرمپ اداره هڅه كوي چې له دې لارې په سيمه كې د ايران د نفوذ ساحه محدوده كړي.



اړوند خبرونه