د افغانانو لپاره د جرمني د سفارت خبرتيا!

په كابل كې د روژې په مياشت كې د جرمني سفارت ته نږدې د خونړۍ چاودنې له امله ددې هېواد د بهرنيو چارو وزارت پرېكړه وكړه چې تر دې وروسته به افغان هېوادوالو ته په كابل كې د ويزې د وركولو چارې پاى ته ورسوي.

773169

هغه افغانان چې د جرمني د ويزې د لاسته راوړولو هيله لري بايد د هند، پاكستان، تركيې، متحده عربي اماراتو يا تاجكستان هېوادونو ته سفر وكړي او پدې هېوادونو كې د جرمني د سفارتونو او يا قونسلګريو له لارې د ويزې لپاره مراجعه وكړي.

په كابل كې د جرمني د سفارت په وېبپاڼه كې راغلي دي چې هغه افغانان چې د كورنۍ سره د يو ځاى كېدولو، تحصيلي يا سياحتي ويزې غوښتنه كوي لومړى بايد د ويزې د اخيستلو په موخه په نوي ډيلي يا اسلام آباد كې د جرمني سياسي نماينده ګيو ته مراجعه وكړي.

د جرمني مقاماتو د معلوماتو پر اساس تر اوسه پورې د ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ پورې افغانانو د جرمني د ويزې لپاره مراجعه كړې ده چې اړوند اسناد يې ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت لخوا ارزول كيږي.

اړوند خبرونه