د ټرامپ د دندې د ځنډولو په خاطر لومړنی رسمي وړاندیز وشو.
د امریکا د ولسي جرګې یو تن وکیل په رسمي توګه د ټرامپ د دندې د ځنډولو غوښتنه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو په ولسي جرګه کې د کالیفورنیا د ایالت استازي ډیموکراټ براد شرمن ، ولسي جرګې نه د امریکا په تیرو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه د روانو څیړونو د سلامتیا او د عدالت پر وړاندې د موجودو خنډونو د لرې کولو په خاطر ، د ولسمشر دونالد ټرامپ د دندې د ځنډولو غوښتنه کړه.
دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د ټرامپ د دندې د ځنډولو په خاطر په رسمي توګه وړاندیز کیږي.
هغه په وړاندې کړې طرحه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ولسمشر ټرامپ د روسیې لخوا د امریکا په ټاکنو کې د مداخلې د مسلې د پټولو په خاطر، د فدرالي څیړنیزې ادارې یا «اف بي ای» پخوانی مشر جیمز کومي له دندې ګوښه کړ. هغه ویلي دي چې د داسې یوې لویې مسلې او ادعا د څیړونو مخنیوی لوی جرم دی.
امریکايي وکیل د اف بي ای د ادارې د پخواني مشر هغه څرګندونو ته په اشارې سره ویلي ډي چې ویلي وو « ښاغلي ټرامپ له مانه د هغه د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلین د دوسیې او څیړونو د پایته رسولو غوښتنه وکړه » هغه ویلي دي چې ښاغلي ټرامپ د ولسمشر په توګه د خپل مسئولیت پر خلاف د اساسې قانون سره په ټکر کې د عدالت مخه نیولې او د امریکا خلک يي ډیر ناهیلي کړي دي. د همدې امله دونالد ټرامپ دنده باید وځنډول شي او هغه د کړو جرمونو له امله باید محاکمه شي.
سره ددې چې د ډیموکراټ وکیل دا غوښتنه په ولسي جرګه کې منل کیدو د حقیقت نه ډیره لرې خبرده خو دا وړاندیز بیا په ارشیف کې د ثبتیدو له امله د ټرامپ پر خلاف پورته شوی تر ټولو قوي ګام بلل کیږي.
سپینې ماڼۍ بیا د نوموړې غوښتنې په اړه سخت غبرګنون وښود.
د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا هوقابی ساندرز پدې اړه وویل « دا غوښتنه او وړاندې د ټولې معنا سره خنداور او د سیاسي لوبو تر ټولو پسته لوبه ده »
د ویلو ده چې پخپله د ډیمورکراټ ګوند استازي هم د ټرامپ د دندې د ځنډولو د وړاندې په اړه د ډیر دقت نه کار اخلي. د کالیفورنیا د استازي ددې غوښتنې په ولسي جرګه کې یواځې د تکاس استازي ال ګرین ملاتړ ښودلی دی .
په نوموړې غوښتنې تر اوسه پورې رای اچونه نده شوې خو د رای اچونې په صورت کې به په ډیره اسانه توګه رد شي.