په امریکا کې  عسکري الوتکې  سقوط وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو د میسیسیپي  په ایالت کې  یوې عسکري الوتکې  سقوط وکړ.

768174
په امریکا کې  عسکري الوتکې  سقوط وکړ.

 په امریکا کې  عسکري الوتکې  سقوط وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو د میسیسیپي  په ایالت کې  یوې عسکري الوتکې  سقوط وکړ.

د یاد شوي ایالت  پولیسو یو تن چارواکي  ریکي بانکس   خبري رسنیو ته  ویلي دي چې  سي ۱۳۰ ډوله عسکري باروړونکې   الوتکه  د جاکسن  د ښار  ۱۳۵ کیلومتره  شمالي لورې ته  غورځیدلې ده .

د بله پلوه  د میسیسیپي د ایالت  د بیړني حالت د ادارې  مشر  فرید راندلي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې  ۱۶ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او د ټولو  مړي موندل شوي دي.

هغه ویلي دي چې په الوتکه کې  پلټنې سرته رسیدلي دي او د سپرلۍ  ټولو مړي  موندل شوي دي.

د پولیسو چارواکي  د پیښې  د لامل په اړه څه ندي ویلي.

ویل کیږي  نوموړې  باروړونکې الوتکې  تل  د تیلو د اکمال په خاطر  کارول کیږي.



اړوند خبرونه