شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک  توغندی  وازمایه.

شمالي کوریا د امریکا او نړۍ د ټولو خبرداریو سره سره د بالستیک توغندیو ازمایښت ته دوام ورکوي

763830
شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک  توغندی  وازمایه.

شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک  توغندی  وازمایه.

سویلي کوریا  ویلي دي چې  شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک توغندی  وازمایه.

سویلي کوریا  ویلي دي چې  دا توغندی  د شمالي کوریا  لخوا د هغه  توغندیو  د پروګرام  یوه برخه  ده چې غواړي  تر امریکا ورسیږي. شمالي کوریا پدې وروستیو میاشتو کې  یو ځل بیا د توغندیو ازمایښت ته  زور ورته کړی دی . شمالي کوریا غواړي چې داسې توغندی  جوړ کړي  چې  امریکا ته  د رسیدو  توان ولري. شمالي کوریا  دا کار د خپلو اټومي پروګرام  په خاطر کوي.

د سویلي کوریا د لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک توغندی  وازمایه. په خبرپاڼه کې  راغلي دي چې  د نوموړي  توغندي په اړه  ولسمشر مون جای ان ته  پوره معلومات وړاندې شوي دي.

سویلي کوریا  ویلي دي چې د توغندي  په اړه کافي معلومات  په لاس کې نلري . دا لا معلومه  نده چې دا اوږد واټنه  توغندی وو او که  لنډ واټنه.

د بله پلوه  جاپان ویلي دي کیدای شي چې دا توغندی  ددې هیواد په منحصره  اقتصادي سیمه کې  غورځیدلی وي.

جاپان  ویلي دي چې  د شمالي کوریا لخوا ازمایښت شوی نوی  توغندی  د تیرو توغندیو په پرتله  لا اوږد واټنه  ښکاري ځکه چې د توغولو نه وروسته  ۴۰ دقیقې د نورمال حالت نه لا زیات په هوا کې  پاتې شو.

شمالي کوریا  توغندی  د شپې په ۱۲ بجو او ۴۰ دقیقو وتوغول  چې  په لوی ګمان سره  د جاپان په منحصره اقتصادي سیمه کې  غورځیدلی وي.

د جاپان په وینا دا توغندی  ۹۳۰ کیلومتره واټنه وو.

جاپان  د شمالي کوریا  لخوا د نوي بالستیک توغندي ازمایښت په کلکو ټکو وغنده.

همداشان  امریکا  هم  د شمالي کوریا لخوا د بالستیک توغندي ازمایښت  تایید کړی دی.



اړوند خبرونه