اروپايي ټولنې په روسیې د لګولو بندیزونو موده وغځوله.
اروپا په روسیې د لګولو بندیزونو موده د ۶ نورو میاشتو لپاره وغځوله
اروپايي ټولنې په روسیې د لګولو بندیزونو موده وغځوله.
اروپايي ټولنې په روسیې د لګولو بندیزونو موده چې د جولای په ۳۱ مه نيټه پایته رسیدل د ۶ نورو میاشتو لپاره وغځوله.
روسیې د اروپايي ټولنې ددې پریکړې په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د پریکړې نه د خواشینوونکې پریکړې په توګه یادونه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الیکسي میشکوف خبري رسنیو ته وویل چې دا ډول محدودیتونه او بندیزونه به هیڅوخت خپل هدف ته ونه رسیږي. د بندیزونو د مودې غځولو زمونږ لپاره د خواشینۍ نه پرته بل کوم احساس ندی پیدا کړی. دې پریکړې ته په کتو سره اروپا ته دا څرګنده کړه چې اوس هم پکې د لږه کیو حاکمیت دوام لري.
هغه وویل چې د اروپايي ټولنې د متخصصینو او څیړونکو لخوا په ترسره شوو څیړونو کې ویل شوي دي چې د اروپايي ټولنې لخوا په سوریې لګیدلي بندیزونه خپل هدف ته رسیدلي ندي .
د بله پلوه د روسیې د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې ریس قونستنتین کوساچیف د اروپا پدې پریکړې د نیوکې سره ویلي دي « دا پریکړه د حقیقت نه لرې او موجودو ستونزو له پلوه په ټوله معنې بې ارزښته پریکړه ده . د روسیې لپاره د ذرې په اندازه ارزښت او قیمت نلري. »
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.