امریکا متحده ایالتونو په روسیې لګولي  بندیزونه  پراخه کړل.

امریکا په روسیې نوي بندیزونه ولګول

756991
امریکا متحده ایالتونو په روسیې لګولي  بندیزونه  پراخه کړل.

 امریکا متحده ایالتونو په روسیې لګولي  بندیزونه  پراخه کړل.

امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې په  روسیې د لګیدولو موجودو  بندیزونو د اغیزو د حفظ په خاطر  د روسیې ۱۹ تنه وګړي  او ۱۹ هم  ادارې او سازمانونه د بندیزونو په لست کې شاملولو پریکړه کړې ده .

په خبر کې راغلي دي چې  د نوموړو ۱۹ تنو چې نومونه يي د بندیزونو په لست کې شامل شوي دي ډیری  د اوکراین نه جلا شوي د لوهانسک جمهوریت او دونتسک جمهوریت  چارواکي  او د روسیې د حکومت ځینې چارواکي دي.

د ویلو ده چې  اروپا لخوا په روسیې د لګولو بندیزونو  د نیټې د غځولو نه یواځې یوه ورځ  وروسته د امریکا  د خزانې وزارت  په روسیې د نوو بندیزونو نه خبر ورکړ.

امریکا ویلي دي چې  دا تدابیر د نړۍوالو متفقیو سره په ګډه د حرکت کولو  او ددې بندیزونو د ماتولو  د هر ډول اقدام د مخنیوي په خاطر  طرحه شوي دي.

امریکا  ویلي دي تر کومه چې  روسیه  د اوکراین په ختیځ کې  د د پیښې په اړه  د مینسک تړون  ټولو اساساتو ته درناوی ونکړي  او ټولې پریکړې عملي نکړي  دا بندیزونه به دوام وکړي.

همداشان  د کریمیا  د مسلې په اړه  بندیزونه هم  د امریکا لخوا د کریمیا  اشغال ته د پایته رسیدو پورې  دوام وکړي.

د بله پلوه  تیره ورځ  د اروپايي ټولنې شورا  وویل چې په روسیې  د کریمیا او سیواس توپول  د سیمې اشغال له امله  په روسیې لګیدلي بندیزونه د ۲۰۱۸ کال د جون تر ۱۴ مې نیټې  پورې  غځوي.

امریکا او اروپا د ۲۰۱۴ کال راهیسې په روسیې  د بریګرو سیاستونو له امله  اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د بله پلوه  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر  د امریکا د نوو بندیزونو پر خلاف ست غبرګون وښود.   



اړوند خبرونه