امریکا متحده ایالتونو د قطر په اړه یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
امریکا د خلیجو هیوادونو لخوا په قطر د لګولو بندیزونو په اړه شک او شبهه وښوده
امریکا متحده ایالتونو د قطر په اړه یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نروټ خبري غونډې ته وویل چې « خلیج هیوادونو د قطر په اړه د اندیښنو جزیات نه خپرولو مونږ د حیرانتیا سره مخ کړي یو. مونږ سره دا پوښتنه پیدا شوې ده چې ایا په قطر لګیدلي بندیزونه په واقعیت سره د تروریزم سره کوم تړاو لري او که نه؟ »
ویاندې نروټ وویل چې خلیج هیوادونو د روانې جون میاشتې په پنځمه نیټه په قطر بندیزونه ولګول. ددې بندیزونو نه دوه اوونۍ تیریږي خو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو تر اوسه پورې د خپلو اندیښنو جزیات د عامه افکارو سره شریک کړي ندي. دې خبرې مونږ د حیرانتیا سره مخ کړي یو.
هغې زیاته کړه« پدې مسله چې څومره وخت تیریږي په همدې اندازه د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د کړونو او چلند په اړه د امریکا او نورو شک او شبهې هم ډیریږي. »
هغې وویل چې مونږ دم ګړۍ د یوې ډیرې ساده پوښتنې سره مخامخ یو« چې ایا د خلیج د هیوادونو لخوا د قطر پر خلاف اوچت شوي ګامونه په واقعیت سره د تروریزم سره کوم تړاو لري ؟او که د خلیج د هیوادونو ترمنځه د اوږدې مودې راهیسې د موجودو خپل منځیو ستونزو نه سرچینه اخلي. »
د ویلو ده چې د خلیج لخوا په قطر د بندیزولو د لګولو نه وروسته قطر د امریکا سره د ۱۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اف ۱۵ جنګي الوتکو د رانیولو قرارداد لاسلیک کړ. دې مسلې د دواړو هیوادونو ترمنځه همکاریو کچه هم لوړه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو په پیل کې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیجو هیوادونو لخوا د قطر پر خلاف د لګیدولو بندیزونو نه ملاتړ اعلان کړ خو اوس داسې ښکاري چې په دریځ کې بدلون راولي. امریکا د اوسه نه پدې اړه شک او شبهه ښکاره کړه.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د روانې جون میاشتې په پنځمه نيټه د قطر سره خپلې ټولې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ګډون ټولې اړیکې وشلولې او ددې هیواد ډيپلوماټانو ته يي ددوې د هیوادونو نه د وتو په خاطر ۴۸ ساعته مهلت ورکړ. همداشان دې هیوادونو د خپلو هیوادونو نه د قطریانو د ویستو په خاطر هم قطریانو ته ۱۴ ورځې مهلت ورکړ چې وړمه ورځ پوره شو.
دا هیوادونه په قطر د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه په مالي ملاتړ او تمویل تورنوي.
د بله پلوه قطر د امریکا د نوي دریځ نه هر کلی کړی دی . د قطر د بهرنیو چارو د وزارت د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا لخوا پر دوې د لګول شوو بندیزونو په اړه د پوښتنو او شک ښودولو نه هر کلی کوو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې قطر د سوله ییزو بڼسټونو د پاسه جوړ یو مدني هیواد دی. تل يي د خبرو او سوله ییزو لارو څخه د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده چې پدې مسلې نړۍواله ټولنه هم ښه اګاه ده.
په خبرپاڼه کې د کویټ د امیر شیخ صباح لخوا د قطر او خلیجو هیوادونو ترمنځه د روانو ستونزو د حل په خاطر د پيل کړو هلو ځلو نه ملاتړ ښودل شوی دی.