په امریکا کې د لادرکه شوي مسلمانې پیغلې مړی موندل شو
د امریکا متحده ایالتونو د ویرجینیا په ایالت کې یوه مسلمانه نجلۍ چې د پیشملې پر مهال لا درکه شوې وه مړی يي وموندل شو.
د امریکا متحده ایالتونو د ویرجینیا په ایالت کې یوه مسلمانه نجلۍ چې د پیشملې پر مهال لا درکه شوې وه مړی يي وموندل شو.
د پیښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
د نبرا په نامه ۱۷ کلنه مسلمانه پيغله د پیښې نه یوه ورځ مخکې د پیشلمې پر مهال د ویرجینیا د دالس په سیمه کې د جومات پر لورې روانه وه چې په لاره کې د شکمن کس ته لفظي شخړه وکړه.
وروسته نوموړې ۱۷ کلنه پیغله لادرکه شوه چې ملګرو يي پولیسو ته مراجعه وکړه.
پولیسو په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل کړ.
پولیسو د پلټنې د عملیاتو په ترڅ کې د ۱۷ کلنې مسلمانې پيغلې مړی د یو حوض ترڅنګ پیدا کړ.
همداشان پولیسو د حوض ترڅنګ یو شکمن موټر تثبیت کړ چې وروسته يي د موټر چلوونکی ونیو.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات دوام لري خو دا پیښه د مسلمانانو سره د کینې او نفرت د جنایت سره تړاو نلري.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په لویدیځه نړۍ کې د مسلمانانو پر خلاف د دښمنۍ کچه تر هر وخته لوړې کچې ته رسیدلې ده .
د تیرې دوشبنې په شپه په لندن کې یو تن په مسلمانانو د جومات نه د راوتو پر مهال د خپل موټر سره برید وکړ. پدې پیښه کې یو تن مړ او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.