د امریکا جنګي‌ کښتۍ یوې بار وړونکې کښتۍ سره وجنګیده

د  امریکا متحده ایالتونو  اړوند   جنګي‌ کښتۍ د جاپان  په سواحلو کې  د یوې باربرۍ کښتۍ  سره   وجنګیده.

754546
د امریکا جنګي‌ کښتۍ یوې بار وړونکې کښتۍ سره وجنګیده

د  امریکا متحده ایالتونو  اړوند   جنګي‌ کښتۍ د جاپان  په سواحلو کې  د یوې باربرۍ کښتۍ  سره   وجنګیده.

د لومړنیو  معلوماتو له مخې  د امریکا  د جنګي‌ کښتۍ   پرسونل  ته  د پام  وړ مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا  د  USS fitzgerald  په نامه  جنګي‌ کښتۍ  د جاپان  د یوکوسوکا  د ښار  په سواحلو کې  د یوې  باربرۍ  کښتۍ سره وجنګیده.

 

ویل کیږي‌ پدې  پیښه کې  د امریکا د جنګي‌ کښتۍ  ۷ تنه پرسونل  لادرکه شوی دی . د کښتۍ  ځینی  پرسونل  ټپیان شوي‌ دي. همداشان  د امریکايي‌ کښتۍ  بعضو  برخو  اوبه اخیستي‌ دي.

د پیښې  ټپیان   په چورلکو کې  روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

د بله پلوه  امریکايي جنګي‌ کښتۍ  وچې ته  د راویستو په خاطر  هلې ځلې پیل شوي‌ دي.

د یادولو وړ ده چې  نوموړې  امریکايي جنګي‌ کښتۍ  د اسيا پسیفیک سیمې  د امنیت په خاطر  د جاپان  د سمندري‌ ځواکونو سره  په ګډه  دنده  ترسره کوله.

دا کښتۍ  د تیر کال  د فبروري‌ په میاشت کې  د ۲۲  میلیونو ډالرو په مصرف  سره  لا په پرمختللې  تکنالوژۍ  سمبال شوې وه.

 


پيوندونه: #امریکا , #جنګي کښتۍ

اړوند خبرونه