په امريكا كې وسله وال بريد

د امريكا د متحدو ايالتونو د سن فرانسيسكو په ښار كې د كارګو په يو شركت باندې د وسله وال بريد په پايله كې لږ تر لږه ۲ تنه ووژل شول.

752862
په امريكا كې وسله وال بريد

 

 

ددې هېواد د امنيتي چارواكو د معلوماتو پر اساس د سن فرانسيسكو د ښار د پاترېرو په سيمه كې د يو پي اېس په نامه د كارګو د شركت پر كار كوونكو باندې وسله وال بريد شوى دى.

په پېښه كې يو زيات شمېر كسان ټپيان شوي هم دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سيمه د امنيتي ځواكونو لخوا كلابند شوې او ملكي وګړي امنو سيمو ته لېږدول شوي دي. د پېښې د لامل او بريدګر په اړه كره معلومات نشته دى.

دا په داسې حال كې ده چې نن د وېرجينيا په ايالت كې هم د كانګرس پر غړو بريد وشو چې په كې د يو غړي په ګډون ۵ تنه ووژل شول او د بريد د پوليسو لخوا ونيول شو. ويل كيږي چې ۶۶ كلن بريدګر هم د پوليسو په بند كې د ټپونو له امله سا وركړې ده.


پيوندونه: #امريكا , #بريد

اړوند خبرونه