په لندن کې په ۲۴ پوړیزه اسمان څلې کې خطرناکه اورلګیدنه .

د انګلستان په پلازمینه لندن کې  په یوې ۲۴ پوړیزه  اسمان څلې ودانۍ کې  اورلګیدنې تر ۵۰ کسان ټپیان کړي دي.

752106
په لندن کې په ۲۴ پوړیزه اسمان څلې کې خطرناکه اورلګیدنه .

د انګلستان په پلازمینه لندن کې  په یوې ۲۴ پوړیزه  اسمان څلې ودانۍ کې  اورلګیدنې تر ۵۰ کسان ټپیان کړي دي.

د لندن  په لویدیځ کې  د لاتیمر پر سړک په  ګرینفل ټاور  کې  اورلګیدنه رامنځته شوه.

اور لګیدنه  په لنډه  موده کې  ټولې ودانۍ ته  خوره شوه. اورلګیدنه  تیره شپه  د یوې بجې په شاوخوا کې رامځته شوه.

د ویلو ده چې د نوموړې اورلګیدنې له امله  تر اوسه پورې تر ۵۰ ډیر کسان ټپیان شوي چې په روغتونونو کې د درملنې لاندې قرار لري.

د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  د اور وژنې ډلې سیمې ته ورسیدې.

د لندن  امنیتي سرچینو ویلي دي چې  شاوخوا ودانیو نه  ټول خلک  تخلیه شوي دي.

ځینې  دا اسمان څلې ودانۍ  ۲۴ پوړه  او ځیني نور بیا  ۲۷ پوړیزه  بولي او  ۱۲۰ اپارتمانه  لري.

د لندن د اور وژنې د ډلو د معلوماتو له مخې  ۲۰۰ تنه اور وژونکي  د ۴۰ موټرو سره  د اور د وژلو  دنده  په غاړه درلوده.

د لندن  امبولانس  ادارې ویلي دي چې  په ځايي وخت د شپې په یوه بجه او ۲۹ دقیقو يي د خبر د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته  ۲۰ تنه  روغتیايي پرسونل د امبولانسونو سره  سیمې ته واستول.

د هغوې په وینا  تر اوسه پورې تر ۵۰ ډیر کسان  د لندن ۵ روغتونونو ته  انتقال کړي دي.

د بله پلوه  داسې ادعاګانې شتون لري چې ځینې کسان  د ودانۍ په منځ کې بند پاتې دي.

د لندن ښاروال  صادق خان  ددې پیښې نه  د یوې سترې پیښې په توګه یادونه کړې ده.

د اورلګیدنې د رامنځته کیدو لامل  لا تر اوسه پورې معلوم  ندی چې د څه نه رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  نوموړی اسمان څلی  په ۱۹۷۴ کال کې  جوړ شوی وو. همداشان  یوه څه موده  مخکې  پدې اسمان څلي کې  د مرمت  او بیا کتنې  چارې پيل شوې وې.



اړوند خبرونه