ټرامپ په ایران کې د تیرې ورځې بریدونه وغندل
ټرامپ د ایران د تیرې ورځې د بریدونو په اړه پیغام خپور کړ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ په ایران کې د تیرې ورځې خونړي بریدونه وغندل.
سپینې ماڼۍ پدې اړه د ولسمشر ټرامپ له قوله په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « په ایران کې د ترهګریزو بریدونو قربانیانو او ایران خلکو ته پدې سختو حالاتو کې دعا کوو. د پیښې په اړه ژوره خواشیني څرګندوو. په ټینګار سره وایو هر هغه هیوادونه چې د ترهګرو نه ملاتړ کوي پخپله د ترهګرۍ د ښکار کیدو د قوي خطر سره مخامخ دي. »
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د سهار په ساعتونو کې لومړی ۴ تنو برید کوونکو د ایران د ولسي جرګې په ودانۍ ډله ییز برید وکړ.
همداشان په ولسي جرګې د ډله ییز برید نه لنډه موده وروسته په تهران کې د اسلامي انقلاب د مشر امام خمیني په زیارت او مقبرې ډله ییز برید وشو. د امام خمیتي د زیارت په مخکې یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې ځان وچولو چې نور برید کوونکي د ایراني ځواکونو لخوا ووژل شول.
د ایران د تیرو ورځو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۴۳ تنه نور ټپیان شول.
همداشان د ایران د استخباراتو ریاست د یوې بلې سترې فاجعې د مخنیوي نه هم خبر ورکړ. د ایران استخباراتو وویل چې تیره ورځ څو ترهګرې ډلې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه تهران ته راننوتې وې چې دوو ډلو يي په پارلمان او د امام خمیني په زیارت برید وکړ او یوه ډله یي ونیول شوه.
د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته. د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې داعش په ایران کې ترهګریز بریدونه وکړل.