په اوکراین کې د امریکا په سفارت بمي برید وشو
د اوکراین په پلازمینه کیف کې د امریکا متحده ایالتونو په سفارت بمي برید وشو.
748100
د اوکراین په پلازمینه کیف کې د امریکا متحده ایالتونو په سفارت بمي برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یو تن د سهار په وختي ساعتونو کې په کیف کې د امریکا سفارت ته بم ګوزار کړ.
په چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د اوکراین پولیسو دا یو ترهګریز برید بللی دی او د برید کوونکي د نیولو په خاطر يي پلټنې پیل کړي دي.
د اوکراین پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي نن پنجشنبه د جون اتمه د سهار په ډیر وختي ساعتونو کې د امریکا سفارت ته بم ګوزار کړی دی.
پولیسو ویلي دي چې په برید کې چاته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.
د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.