امریکايي جنګي الوتکو په سوریه کې د اسد په ځواکونو  هوايي برید وکړ.

امریکا د دویم ځل لپاره په سوریه کې د اسد په ځواکونو هوايي بریدونه وکړل

747132
امریکايي جنګي الوتکو په سوریه کې د اسد په ځواکونو  هوايي برید وکړ.

امریکايي جنګي الوتکو په سوریه کې د اسد په ځواکونو  هوايي برید وکړ.

د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو  جنګي الوتکو  د سوریې د التنف ولسوالۍ په شاوخوا کې د اسد په ځواکونو  چې د پرمختګ په حال کې ول  هوايي بریدونه وکړل.

د ویلو ده چې  ایتلافي ځواکونه  دا دویم  ځل دی چې  د اسد په پلوي ځواکونو  هوايي بریدونه کوي.

په سوریه کې ایتلافي ځواکونو د نوموړي هوايي برید په اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  « د اسد  ځواکونه د ټولو  خبرداریو سره سره د التنف د ګارنیزیون سیمې ته چیرته  چې  ایتلافي ځواکونه میشت دي او په اړه  تفاهم  هم  شوی دی   د یو ټانک، زغروالو موټرو  چې په  دافع هوا او نورو  وسلو  سمبال  ول  او  د څه باندې  ۶۰ تنو سرتیرو  سیمې ته رادخل شول. نوموړو ځواکونو  ایتلافي ځواکونو ته  ستر ګواښ جوړ کړی وو چې  د ایتلافي ځواکونو لخوا پرې هوايي برید وشو. په برید کې لومړی ددوې توپچي، دافع هوا  او ټانک  له منځه یوړل شو.»

په خبرپاڼه کې راغلي وو چې  د هوايي برید نه مخکې هم  د اسد ځواکونو ته  خبرداری ورکړ شوی وو.

د یادولو وړ ده چې ایتلافي ځواکونو د روان میلادي کال د مارچ د میشاتې په ۱۸ مه نيټه هم  په همدې سیمه کې په همدې ځواکونو  هوايي برید کړی وو.

د ویلو ده چې  دا لا معلومه نده چې  پدې برید کې  د اسد څومره  سرتیري مړه شوي دي.



اړوند خبرونه