لندن كې د پروني بريد د فاعليونو هويت څرګند شو

د انګلستان په پلازمېنه لندن كې پرون د يو موټر په واسطه پر پليو كسانو باندې د بريد كوونكو هويت چې په كې ۷ تنه ووژل شول او ۴۸ تنه نور ټپيان شول، اعلان شو.

746313
لندن كې د پروني بريد د فاعليونو هويت څرګند شو

 

 

د انګلستان د پوليسو د معلوماتو پر اساس دا بريد د يو تن پاكستاني الاصله انګليسي خرم بټ لخوا ترسره شوى دى. بټ چې ۲۷ كلن دى، په پاكستان كې زېږېدلى دى او بيا وروسته انګلستان تللى دى.

دويم بريد كوونكي بيا رشيد رضوان نوميږي او ۳۰ كاله عمر لري. رضوان د مراكش او يا لېبيا اصلي اوسېدونكى دى.

بټ، رضوان او دريم بريدګر د پوليسو لخوا د پېښې په ځاى كې وژل شوي ول.

د روغتيايي چارواكو د معلوماتو پر اساس په پېښه كې د ټپي شوو كسانو نه ۳۶ تنه يې اوس هم په روغتون كې دي چې د ۱۸ تنو روغتيايي حالت يې باريكه دى.

په لندن كې د موټر په واسطه د بريد مسوليت د داعش دترهګرې ډلې لخوا پر غاړه اخيستل شوى وو.

د راډيكالو ترهګرو ډلو د څېړنې مركز سايټ څرګنده كړه چې د داعش اروپكو په خپلو پلويانو غږ كړى دى چې د روژې په مياشت كې بريدونو ته زور وركړي



اړوند خبرونه